Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

د ونزوئلا د انتخاباتو شورا "مادورو" د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی

0
د ونزوئلا د انتخاباتو شورا ولسمشر نیکلاس مادورو د وروستیو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.


بل لور ته امریکا د ونزوئلا انتخابات شرمونکي بللي دي او د دې هېواد د حکومت سیاسي مخالفینو ویلي دي چې مادورو به د قانوني ولسمشر په توګه ونه‌پېژني.


د ونزوئلا د انتخاباتو شورا ویلي دي، نیکلاس مادورو د ۵،۸ میلیونه رأیو په ترلاسه کولو ۶۸ په ۱۰۰ کې رأیې ګټلي دي او د هغه نږدې سیال د ۱،۸ میلیونه رأیو په اخیستو ۲۱ فیصده رأیې ګټلې دي.


که څه هم په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د ګډون د اندازې په اړه په رسمي ډول څه نه‎دي ویل شوي، خو روېټرز اژانس د یوه چارواکي په حواله ویلي چې د ونزوئلا په‎دې انتخاباتو کې د خلکو ګډون ۳۲ په ۱۰۰ کې ثبت شوی دی.


متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د لاتینې امریکا ۱۴ هېوادونو د ونزوئلا انتخابات رد کړي دي.


دا هېوادونه وايي، په پراخ ډول د دولتي امکاناتو په کارول کېدو، له انتخاباتو د ولسمشر مادورو د دوه سیالانو منع کېدو او حکومت ته د انتخاباتي شورا نږدې‌والي په غیر عادلانه توګه نیکلاس مادورو ته برتري ورکړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса