Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

د فراه د ګمرک تأسیساتو څه کم ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی

0
د فراه د ګمرک تأسیساتو د وروستۍ جګړې په خاطر څه کم ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی دی.


دا خبره د فراه د ګمرک رئیس عبدالعلیم همت پرون شپه ازادي راډیو ته وکړه.


هغه وویل چې ترهګرو د سې شنبې په شپه پر فراه ښار په بریدونو سره د فراه د ګمرک ځینې خونې وسوځولې او قیمتي تجهیزات‌یې وران کړل.


ښاغلي همت زیاته کړه:


"فعلاً هم د فراه په محصولي ګمرک کې ۵۰۰ موټر ولاړ دي، کار دوام لري، خو کمپیوټري سیستم مو ډېر ورو شوی دی. موږ ډېرې شعبې درلودې. د دې تر څنګ چې ګمرکي او اسیکوډا ماشینونه مو مات او خراب شوي شااوخوا ۱۰۰ لکه افغانۍ تاوان رارسېدلی دی."


د فراه د ګمرک رئیس زیاتوي چې د بریدونو په نتیجه کې د فراه د ګمرک کار که څه هم بند نه‎شو، خو له ډېرو ستونزو سره مخ دی او ورو پر مخ ځي.


طالبانو تېره سې شنبه د فراه د نیولو لپاره پراخ بریدونه وکړل چې تر څو ساعتونو جګړې وروسته بېرته له ښاره ووتل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса