Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

مقتدا الصدر: د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي

0
د عراق شیعه ملا مقتدا الصدر چې ائتلاف‌يې د هېواد په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي، وايي د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي.


الصدر پرون یکشنبه په بغداد کې له صدراعظم حیدر العبادي سره تر کتنې وروسته وویل، موږ به هېڅ‌څوک لیرې نه‌کړو، موږ به د اصلاحاتو او شفافیت لپاره کار وکړو.


د عراق په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې هېڅ ډلې او ائتلاف په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان له ۵۰ زیاتې څوکۍ نه‌دي ترلاسه کړي.


تمه ده چې د یوه ائتلافي حکومت په اړه د عراق د سیاسي ډلو او ګوندونو ترمنځ تر راتلونکو څو میاشتو خبرې او سلامشورې دوام وکړي.


مقتدا الصدر چې د بغداد ښار په غریب مېشتو سیمو کې زیات ملاتړي لري، یو وخت د مهدي لښکر په نوم د ملېشې ځواک مشر و چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په عراق کې له امریکايي ځواکونو سره جنګېده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса