په کندهار کې د شورابک ولسوالۍ د سیمهيیزې شورا مشر وژل شوی
د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي نن دوشنبه ازادي رادیو ته وویل چې د شورابک ولسوالۍ پر ملک محمد داوود حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیسيې د نیولو په لټه کې دي.
دی وایي:
"نن تر غرمې مخکې له سنګي حمام سيمې سره نږدې د شورابک يو ملک د نامعلومو کسانو لهخوا په شهادت رسېدلى، د امنيتي ځواکونو لهخوا په دې اړه پلټنې روانې دي."
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدى منلى.
