Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

په کندهار کې د "AMDC" مؤسسې ۵ ماین پاکان وژل شوي

0
نامعلومو وسله‌والو نن دوشنبه سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې پنځه ماین پاکان وژلي او یو یې له ځان سره ژوندی بيولی دی.


د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله‌والو نن سهار د "AMDC" مؤسسې پر کارکوونکو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د دې مؤسسې ۵ کارکوونکي وژل شوي او وسله‌والو یو ژوندی له ځانه سره بیولی دی.


د احمدي په وینا، "AMDC" په نوم د دغې مؤسسې کارکوونکو په سیمه کي د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې کولو مسؤلیت درلود.


چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي، ترڅو په پېښه کې ښکېل کسان ونیسي.


تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса