د بغلان ١٠ زره ټوکه درسي کتابونه چې غير قانوني خرڅېدل، ضبط شول
د بغلان د پوهنې رياست مرستيال نقيبالله سجاد نن ازادي راډيو ته وويل چې د دغو کتابونو خرڅول منع دي او له پلورونکو سره بهيې قانوني چلند وشي.
ښاغلي سجاد په دې اړه چې دغه کتابونه څنګه بازار ته وتلي، له څه ويلو ډډه وکړه.
ويل کېږي چې د بغلان په زياتو ښوونځيو کې زدهکوونکي د درسي کتابونو له کموالي او نشتوالي شکايت لري.
