Добавить новость
ru24.net
World News
Июнь
2018

د ایران مذهبي مشر د کډوالو په اړه د امریکا پر پالیسۍ انتقاد وکړ

0
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د هغې پالیسۍ له کبله پر امریکا سخت انتقاد وکړ چې پر اساس یې د هغو کډوالو ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا کېږي چې له مکسیکو څخه له غیر قانوني لارو امریکا ته د د اخلېدو هڅه کوي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پالیسي پرون چهارشنبې د خامنه اي په غوښتنه نه بلکې د امریکا د څو پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په ګډون د نړۍ د ډېرو مشرانو او د بشري حقونو د ډلو په خاطر چې پر هغې یې سخت انتقاد کړی و، ودروله.


خامنه اي د ایران د پارلمان وکیلانو ته په څرګندونو کې چې د هغه په ویب پاڼه کې خپرې شوې وویل، دا مسئله چې په زرګونو ماشومان له خپلو میندو جلا شي ډېره جدي مسئله ده او یو مسؤل دولت دا نشي کتلی چې ماشومان دې د ټلوېزیون پر پردو ژاړي.


خامنه اي وویل، دوی څرنګه کولای شي له خپلو میندو د ماشومانو د جلا کولو دا ډول جنایت ترسره او هغه د یوې پالیسۍ د تطبیق لپاره توجیه کړي؟


د خامنه اي په وینا دا ښیي چې دوی په رښتیا څومره بد دي.


د دغې پالیسۍ د تطبیق په موده کې له دوو زرو زیات ماشومان له خپلو میندو او پلرونو او متکفلینو د امریکا د سرحدي چارو چارواکو جلا کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса