Добавить новость
ru24.net
World News
Июнь
2018

په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې ۹ داعشیان وژل شوي

0
په کونړ کې چارواکي وايي، د بې‌پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې ۹ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.


د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د پنجشنبې په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ او تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل او د وټه پور ولسوالۍ قورو سیمو کې د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو د داعش یا اسلامي دولت ډلې باندې دوه بریدونه کړي چې په څوکۍ کې ۴ او په وټه پور کې ۵ داعش وسله‌وال وژل شوي چې په وژل شویو کې یو پاکستانی هم شامل دی.


مصمم وايي، په دواړو بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.


تر اوسه د داعش یا اسلامي دولت ډلې د یادو بریدونو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса