Добавить новость
ru24.net
World News
Июнь
2018

د فوټبال نړیوال جام: پولنډ په یوه ګول جاپان ته ماته ورکړه

0
په روسیه کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام مسابقې روانې دي.


په‎دې لړ کې پرون پنجشنبه د پولنډ د فوټبال لوبډلې په یوه ګول جاپان ته د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.


کلمبیا هم یو ګول ووهل او سنګال ته یې په صفر ماته ورکړه.


د انګلستان او بلجیم لوبډلې پرون په [ G] ګروپ کې سره مخامخ شوې او بلجیم په یوه ګول انګلستان ته ماته ورکړه.


په همدې ګروپ کې د تونس د فوټبال لوبډلې د پانامه لوبډلې ته د یوه په مقابل کې په دوو ګولونو ماته ورکړه.


د شنبې په ورځ به د فرانسې او ارجنټاین ټیمونه او د یوروګوای او پرتګال لوبډلې سره مخامخ کېږي.


د یکشنبې په ورځ هسپانیه او روسیه او کرویشیا او ډنمارک مسابقه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса