Добавить новость
ru24.net
World News
Июнь
2018

د بې سرحده خبریالانو اداره: ۶میاشتو کې د نړۍ ۴۷ خبریالان وژل شوي

0
د بې سرحده خبریالانو اداره وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړيو شپږ میاشتو کې په نړۍ کې ۴۷ خبریالان وژل شوي دي.


دې ادارې په نړۍ کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی رپوټ پرون پنجشنبه خپور کړ.


په رپوټ کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د پېل په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان ووژل شول، خو په عمومي ډول وروستی یوکال په افغانستان کې د ژورنالېستانو لپاره په ځانګړي ډول خونړی بلل شوی دی. 


د بې سرحده خبریالانو شپږ میاشتنی رپوټ وايي چې په افغانستان کې په وروستي یوه کال کې ۱۵ خبریالان وژل شوي او د رسنيو پر کار کوونکو زیاتې حملې شوي دي.


د رپوټ په حواله، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو په مستقیم ډول د ښځو خبریالانو پر فعالیت اغېز کړی او زیات شمېر یې په کورونو کښېنولې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса