اروپايي ټولنې پر مسکو د بندیزونو پر تمدید سلا شول
د شپږو مياشتو لپاره د دغو بنديزونو د تمديد لپاره شين څراغ نن سهار په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې ورکړل شوى دى.
دا اوس د اروپايي ټولنې په سفيرانو پورې اړه لري چې په راتلونکو اوونيو کې دغې پرېکړې ته قانوني بڼه ورکړي.
د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګيلاميرکل د مينسک د سولې موافقې د عملي کولو په باب د معلوماتو تر ورکولو وروسته د اروپايي ټولنې له رهبرانو وغوښتل پر روسيې د لګول شويو بنديزونو له غځولو سره موافقه وکړي.
د اوکراين په ختيځ کې د اوربند د ټينګښت لپاره د ګڼو هڅو تر څنګ د مينسک د سولې پر موافقه د بېلاروس په پلازمېنه کې سلا وشوه.
دغه موافقه د سولې د لارې داسې نقشه پېشنهادوي چې له مخکې يوه لوري هم بشپړه نهوه رعايت کړې.
لګول شوي بنديزونه چې د روسيې د بانکدارۍ او انرژۍ سکټورونه په نښه کوي، اول وروسته له هغې د ٢٠١٤میلادي کال په دوبي کې ولګول شول چې روسيې په غيرقانوني ډول د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې الحاق کړله او هلته يې د بېلتون غوښتونکو جنګياليو په ملاتړ سره، د شخړې اور ته لمن وهل پيل کړل.
