Добавить новость
ru24.net
World News
Июнь
2018

ميثم: افغان حکومت د اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه شنبه خپل دريځ اعلانوي

0
د افغانستان اجرائيه رياست وايي، د اعلان شوي اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه به تر سبا شنبې پورې خپل دريځ روښانه کړي.


 


نن جمعه د افغان حکومت له خوا د تمديد شوي يواړخيز اوربند وروستۍ ورځ ده.


 


د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم ازادۍ راډيو ته وويل:


 


"حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو."


 


د افغانستان دفاع وزارت ويلي، که وسله وال طالبان اوربند ته لبیک نه وايي،  په وړاندې به يې پوځي مبارزه دوام پيدا کړي.


 


وسله والو طالبانو ويلي، د اختر په درېيو ورځو کې خپل اعلان کړى اوربند نه تمديدوي.


 


خو افغان حکومت خپل هغه اوربند چې د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې پورې و، د لسو نورو ورځو لپاره وغزاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса