د ګرجستان پخوانى ولسمشر په غياب کې په ٦ کلن بند محکوم شو
د تبليسي يوې محکمې پرون په خپل حکم کې سکاشويلي تورن کړى چې د ولسمشر په توګه يې له خپل قدرت څخه په ناوړه استفادې هڅه کړې هغه اسناد او مدارک پټ کړي، چې په ٢٠٠٥م کال کې د اپوزيسيون د يوه وکيل والري ګيلاشويلي د ډبولو په اړه وو.
سکاشويلي چې دا مهال په هالنډ کې ژوند کوي، دغه حکم غندلى او تور يې لګولى چې دا قضيه سياسي انګېزه لري.
په جنورۍ کې هم سکاشويلي د ګرجستان د يوه بانکدار د وژنې په تړاو د موجوده اسنادو او مدارکو د پټولو د هڅې په تور په غياب کې په درې کاله بند محکوم شوى و. سکاشويلي هغه تور هم رد کړى و.
ميخايل سکاشويلي له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠١٣م کاله پورې د ګرجستان ولسمشر و. خو په ٢٠١٥م کال کې يې چې کله د اوکراين تابعيت ومانه، د ګرجستان تابعيت يې له لاسه ورکړ.
له دې سره د اوکراين د اويسه سيمې د والي په توګه وټاکل شو.
