Добавить новость
ru24.net
World News
Июнь
2018

اروپايي مشران پر مسکو د بندیزونو پر تمدید سلا شول

0
د اروپايي ټولنې رهبرانو موافقه وکړه چې په اوکراين کې د روسيې د يرغل له کبله د مسکو د مجازاتو لپاره به د دې ټولنې اقتصادي بنديزونه تمديد شي.


 


د شپږو مياشتو لپاره د دغو بنديزونو د تمديد لپاره شين څراغ نن سهار په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې ورکړل شوى دى.


 


دا اوس د اروپايي ټولنې په سفيرانو پورې اړه لري چې په راتلونکو اوونيو کې دغه پرېکړه رسماً تاييد کړي.  


 


د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګيلاميرکل د مينسک د سولې موافقې د عملي کولو په باب د معلوماتو تر ورکولو وروسته د اروپايي ټولنې له هبرانو وغوښتل پر روسيې د لګول شويو بنديزونو له غزولو سره موافقه وکړي.


 


د اوکراين په ختيځ کې د اوربند د ټينګښت لپاره د ګڼو هڅو تر څنګ د مينسک د سولې پر موافقه د بېلروس په پلازمېنه کې سلا وشوه.


 


دغه موافقه د سولې د لارې داسې نقشه پېشنهادوي، چې يوه لوري هم بشپړه نه ده رعايت کړې.


 


لګول شوي بنديزونه چې د روسيې د بانکدارۍ او انرژۍ سکټورونه په نښه کوي، اول وروسته له هغې په ٢٠١٤م کال کې ولګول شول، چې روسيې په غيرقانوني ډول د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې الحاق کړله او هلته يې د بېلتون غوښتونکو جنګياليو په ملاتړ سره، د شخړې اور ته لمن وهل پيل کړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса