Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

له جرمني یو ایستل شوی افغان د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو

0
یو افغان چې له جرمني څخه په زور ایستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو.


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون چهارشنبه وویل چې دا ۲۳ کلن افغان د روانې جولای په ۴مه له ۶۸ نورو افغان پناه غوښتونکو سره له جرمني کابل ته راستون کړای شوی و.


ښاغلی میاخېل زیاتوي:


"هغه په یوه هوټل کې چې د کډوالو یوې نړیوالې مؤسسې کرایه کړی و، موقتاً د دې لپاره اوسېده چې خپل اصلي ولایت هرات ته واستول شي."


د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا (IOM) د وینا پر اساس د دغه ځوان مړی د سې شنبې په ورځ وموندل شو او ظاهراً یې ځان په خپله وژلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса