Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

ګرجستان وایی د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی

0
دګرجستان ولسمشر وايي: هېواد يې "همدا اوس" د ناټو تړون غړیتوب  ته تیار دی.


ولسمشر، جیورجي مارګیلاشویلي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې هېواد  ټول "ابتدايي شرایط" چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره یې اړتیا ده، پرځاي کړي دي.


 د ګرجستان ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونودمشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنې، بروکسل ته تللی دی.


هغه وویل چې



ګرجستان په ناټو کې غړیتوب ته "همدا اوس" هم تیار دی او د ناټو غړي هېوادونه باید دې پوښتنې ته چې ګرجستان څه وخت غړیتوب ترلاسه کولائ شي، ځواب ورکړي


.


د ناټو د نه ویشت غړو هېوادونو مشرانو پرون د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک خپور کړ . په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې په دې تړون کې د ګرجستان د غړیتوب په اړه د مخکنۍ پرېکړې عملي کولو ته متعهد دي.


د ناټو مشرانو په 2008 میلادي کال کې په بوخارست کې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ګرجستان پر غړیتوب کار وکړي.


د ناټو په پروني پرېکړه لیک کې د هغو پرمختګونو ستاینه شوې چې د ګرجستان حکومت د دې تړون د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره کړي خو دا نه دي ویل شوي چې دقیقاً، څه وخت ګرجستان د غړي په توګه له دې تړون سره یوځاي کېدلائ شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса