Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

د اکرم خان دراني پر کاروان بمي چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۵ ټپیات دي

0
د خیبر پښتونخوا ایالت امنیتي او د جمعیت علماء اسلام ګوند چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن جمعه د اکرم خان دراني پر ټاکنیز کاروان چاودنه شوې چې اکرم خان درانی ترې روغ وتی، خو لږ تر لږه ۴ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.


د بنو پوليسو وایي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، بم د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و.


د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د د جمعيت علماء اسلام (ف) پر دغه چارواکي دا برید د بنو په هوېد سیمه کې هغه وخت شوی چې د هغه کاروان د ټاکنیز کمپاین لپاره روان و.


اکرم خان درانی له بنو څخه د پاکستان ملي اسامبلې ته د متحده مجلس عمل کاندید دی.


پر اکرم خان دراني دا برید تر هغې وروسته شوی چې د تېرې سې شنبې په ورځ د پېښور په یکه توت سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه مشر هارون بلور څانمرګی برید وشو چې د هغه په ګډون پکې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول.


که څه هم د اکرم خان دراني پر کاروان د برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو پر هارون بلور د ځانمرګي بريد مسؤلیت پاکستاني طالبانو منلی و.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса