Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

يو سړى په جرمني کې په يوه بس په چړې ١٠ کسان ټپيان کړل

0
يو سړى چې په ايران کې زېږېدلى د جرمني په شمال کې په يوه بس په چړې ١٠ کسان ټپيان کړل.


 


محلي څارنوال وايي، دى وروسته د نورو مسافرو له خوا له پښو واچول شو او بيا پوليسو ونيوه.


 


جرمني چارواکو پرون وويل، د شمالي ښار لوبېک په يوه محلي بس کې د دې حملې د انګېزې په اړه معلومات نه شته.


 


د دوى په خبره سم د لاسه دا اطلاعات هم نه لري، چې ايا دغه مشکوک سړى له ټروريزم سره ارتباط لري که څنګه؟


 


چارواکو په لومړيو کې د ١٤ کسانو د ټپي کېدو خبره کړې وه، خو وروسته يې دغه شمېر ١٠ ياد کړ.


 


ويل شوي، چې په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت نازک دى.


 


د لوبېک ښار د څارنوالۍ دفتر يوې وياندې وويل، دغه ٣٤ کلن مشکوک کس، په ايران کې زېږېدلى، خو له


اوږدې مودې راهيسې يې په دې ښار کې ژوند کاوه او د جرمني تابعيت يې اخيستى و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса