Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

امریکا پر شمالي کوريا د بنديزونو ددوام غوښتنه کړیده

0
د امريکا متحدو ايالتونو له ټولو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې پر شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د بنديزونو دوام ته ژمن پاتې شي، تر هغو چې له اټومي وسلو د دغه هېواد د تصفيه کېدو بشپړېدل تاييد شوي نه وي.


 


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو چې پرون يې په ملګرو ملتونو کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل: په سينګاپور کې له سرمشريزې وروسته د امريکا اداره لا هم د غيراټومي کېدو ليدلوريو ته خوشبينه ده.


 


هغه سرمشريزه تېره مياشت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ شوې وه.


 


ښاغلي پامپيو وويل:


”که بنديزونه نافذ نه وي، د شمالي کوريا د کاميابه غيراټومي کېدلو ليدلوري به کمزوري شي.“


 


تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي پر روسيې او چين انتقاد وکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса