Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

افغانستان د کوریا د تکواندو سیالیو په لومړۍ ورځ د برونزو مډال وګاټه

0
افغانستان د کوریا د تکواندو د ازادو سیالیو په لومړۍ ورځ وتوانېد چې د برونزو يو مډال وګټي.


د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی بشیر ترکي چې اوسمهال په کوریا کې دی، ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې تر دې مهاله دوو افغان لوبغاړو محسن رضايي او احمد بخشي د خپلو سیالانو په وړاندې لوبې کړي او محسن رضايي په درېیو بریاوو او يوې ماتې سره وتوانېد چې د برونزو مډال د افغانستان په نوم کړي.


د ښاغلي ترکي د معلوماتو له مخې، احمد بخشي په دغو سیالیو کې خپل دوه کوریايي سیالان مات کړل، خو له اندونیزيايي سیاله یې لوبه بایلوده او د مډال په ګټلو بریالی نشو.


د کوریا د تکواندو په ازادو سیالیو کې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو څه باندې ۲۶۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی چې ۶ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса