Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

د غزني د رشیدانو سرپرست امنیه قوماندان او ۳ پولیس ووژل شول

0
د غزني د رشیدانو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان دوهم څارن صبغت الله او درې نور پولیس د وسله والو طالبانو په حمله کې ووژل شول. 


د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د رشیدانو ولسوالۍ پر دولتي تاسیساتو د وسله والو طالبانو په حمله کې شپږ پولیس زخمیان شوي دي.


د نوري په وینا، په حمله کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ زخمیان دي.


تېره شپه د غزني په اندړو، جاغوریو، قره باغ اوجغتو ولسوالیو کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والې نښتې شوې دي.


د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې په غزني کې یې د ملي اردو یو مرکز او یو شمېر پوستې نیولې دي.


خو حکومت دا ادعا نه ده تأيید کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса