Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

په قزاقستان کې زرګونه کسانو د دنیس تین په جنازه کې ګډون وکړ

0
په قزاقستان کې نن شنبه زرګونه کسانو د هغه هېواد د المپیک د اتل دنیس تین د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.


دنیس تین د فیګر سکېټ یا پر یخ د نڅا په ورزش کې د نړیوال او اسیايي المپیک مډالونه ګټلي وو. 


هغه پنځه وېښت کلن و.


دنیس تین دوه ورځې مخکې د قزاقستان په الماتا ښار کې په چړو ووژل شو.


د قزاقستان ولسمشر نن وویل دنیس تین خپل هېواد ته ویاړ ګټلی و او په مرګ یې ولس خواشینی دی.


دنیس تین په ۲۰۱۱ میلادي کال کې چې اولس کلن و، د اسیا په ژمنیو سیالیو کې د سرو زرو او ژېړو مډالونه وګټل.


د هغه د جنازې مراسم نن د الماتا په بلوان شولاک لوبغالي کې چې دنیس تین ته د سرو زرو لومړی مډال ورکړ شوی و، ترسره شول. 


د قزاقستان پولیسو ویلي چې یو ۲۴ کلن ځوان یې پر دنیس تین د مرګونې حملې په تور نیولی دی.


د پولیسو په وینا، دنیس تین څو کسانو چې د هغه د موټر د ګروپونو د غلا کولو هڅه یې کوله، په نس کې په چړه وهلی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса