Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

په غور کې د روغتیايي کلینیک امبولانس له ۶ تنو سره تښتول شوی

0
افغان چارواکي وايي، وسله‎والو طالبانو په غور ولایت کې د لعل ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک امبولانس له شپږ تنو سره تښتولی دی.


په تښتول شوېو کسانو کې د امبولانس د ډریور او د یو روغتیايي کارکوونکي په ګډون ۴ محصلین وو چې درې یې نجونې وې.


د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر جمعه ګل ازادي راډیو ته وویل:


"دا کسان هغه مهال د دولتیار ولسوالۍ کې د لارې په اوږدو کې تښتول شوي چې غوښتل یې د لعل ولسوالۍ ته سفر وکړي. دا چې چا تښتولي او چيرې یې تښتولي په اړه یې معلومات نه‎لرو."


د یعقوبي په وینا تراوسه پورې د دې کسانو د خوشې کېدو لپاره د سیمه‎ییزو مشرانو هڅو نتیجه نه‎ده ورکړې او تښتول شوي کسان د مرکز شمال لوري ته انتقال شوي دي.


د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي دا خبر تأیید کړی دی او وايي، په امبولانس کې سپاره څلور تنه محصلین وو چې غوښتل یې لعل ولسوالۍ ته سفر وکړي چې درې یې نجونې او یو سړی دی.


نظامي وايي، دا کسان د طالبانو له‎خوا تښتول شوي دي او د مرغاب ولسوالۍ په لور وړل شوي چې تراوسه یې د برخلیک په اړه نه پوهېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса