Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2018

دونالد ټرامپ غواړي چې د روسیې له ولسمشر سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري

0
 


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرامپ غواړي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.


د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ، جان بولتن وویل، دواړه ولسمشران به تر هغه وروسته سره وګوري چې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۶ میلادي کال  کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنوکې د روسیې د لاسوهنې په اړه خپله څېړنه بشپړه کړي.


بولتن پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې داخبره کړې ده.


خو د روسیې د جمهوري ریاست یوه چارواکي  د سه شنبې په ورځ وویل چې پوتین منتظر دی چې له ټرامپ سره په هلسنکي کې د هغه د بحث پارونکې کتنې په اړه غوغا کمه شي بیا به له ترامپ سره د بیا کتنې په اړه پرېکړه وکړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса