Добавить новость
ru24.net
World News
Август
2018

ريک ګېټس په محکمه کې د مالي درغلیو په اړه دمعلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ

0
ريک ګېټس پرون چهارشنبه  په محکمه کې دخپل پخواني رئيس، پاول منفورت د مالي درغلیو په اړه د معلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ.


 


 هغه په دې اړه هم معلومات ورکړل چې د اوکراین یوه سیاسي ګوند پاول مانفورت ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دوه اعشاریه څلور ملیونه ډالر و له ورکولو ډډه وکړه او هغه یې له مالي بحران سره مخامخ کړل.​


په محکمه کې پرون د رېک ګېټس لپاره له هیجانه ډکه ورځ وه.


د پاول منفورت مدافع وکیل پرون ادعا وکړه چې ګېټس له خپلې ښځې پټ، له ډېرو ښځو سره غیر قانوني روابط درلودل او د ټولو په اړه یې څاروالانوته معلومات نه دي ورکړل او له دې امله ، د هغه شهادت د مشروعیت نه لري.


رېک ګېټس او د هغه پخوانی رئيس،پاول منفورت اول وار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې چې د ځانګړي شورا مشر رابرت مولر د روسیې او امریکا د انتخاباتي درغلیو په اړه څېړنه کوله، تورن وپېژندل شول.


پاول منفورت د لنډې مودې لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنوکې د دونالد ټرامپ د انتخاباتي کمپاین مشر و خو د اوکراین له شړل شوي ولسمشر، ویکتور یانکوویچ سره د کاري ارتباط له امله یې استعفې کړې وه .



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса