Добавить новость
ru24.net
World News
Август
2018

ريک ګېټس د مالي درغلیو په اړه د معلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ

0
ريک ګېټس پرون چهارشنبه په محکمه کې د خپل پخواني رئيس، پال منافورت د مالي درغلیو په اړه د معلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ.


هغه په دې اړه هم معلومات ورکړل چې د اوکراین یوه سیاسي ګوند پال منافورت ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ۲،۴ میلیونه ډالرو له ورکولو ډډه وکړه او هغه‌یې له مالي بحران سره مخامخ کړ.​


په محکمه کې پرون د رېک ګېټس لپاره له هیجانه ډکه ورځ وه.


د پال منافورت مدافع وکیل پرون ادعا وکړه چې ګېټس له خپلې ښځې پټ، له ډېرو ښځو سره غیر قانوني روابط درلودل او د ټولو په اړه‌یې څاروالانو ته معلومات نه‌دي ورکړي او له دې امله د هغه شهادت مشروعیت نه‌لري.


رېک ګېټس او د هغه پخوانی رئيس، پال منافورت اول وار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې چې د ځانګړې شورا مشر رابرت مولر د روسیې او امریکا د انتخاباتي درغلیو په اړه څېړنه کوله، تورن وپېژندل شول.


پال منافورت د لنډې مودې لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر و، خو د اوکراین له شړل شوي ولسمشر، ویکتور یانکوویچ سره د کاري ارتباط له امله‌یې استعفا کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса