Добавить новость
ru24.net
World News
Август
2018

ولسمشر غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ

0
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.


هغه نن سې شنبه د «زمري ۳مه» ولس ته د اختر په وینا کې پر کابل ښار ننیو راکټي حملو ته په اشاره وویل، افغانان د راکټ ګواښ ته نه تسلیمېږي.


د ښاغلي غني د وینا پرمهال، د هغه له ږغ سره د راکټ د لګېدو ږغ هم اروېدل کېده.


د رپوټونو پر اساس، نن پر کابل ښار ۱۲ راکټونه لګېدلي دي.


د کابل پولیسو وايي چې یو راکټ ارګ ته نږدې او دوهم په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو قرارګاه ته نږدې لګېدلی دی.


د تلفاتو په اړه ضد و نقیض رپوټونه خپرېږي.


په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما نن افغانانو ته د اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت د هڅو ملاتړ ته متعهد دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса