Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2018

اروپايي ټولنه د افریقایي هېوادونو سره نېژدې اړیکې ټینګوي

0
اروپايي ټولنه غواړي چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د شمالي افریقا له هېوادونو سره نېژدې اړیکې ټینګې کړي.


د اروپايي ټولنې مشرانو پرون د اتریش په سالزبورګ ښار کې په یوه غیر رسمي سرمشریزه کې پریکړه وکړه چې د شمالي افریقا له مشرانو سره به اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي پرلارو چارو خبرې کوي.


د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز  له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل اروپايي مشرانو د هغه پلان ملاتړ وکړ چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي په هڅو کې د شمالي افریقا د عربي هېوادونو د ګډون سپارښتنه کوي.


ښاغلي کورز وویل چې دا به نه یوازې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي، بلکې د قاچاقبرانو پرضد د مبارزې په برخه کې هم یو مهم ګام وي.


د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل، سرمشریزې پریکړه وکړه چې په فبروري میاشت کې به د عربي هېوادونو له مشرانو سره غونډه کوي او له هغو سره به اروپا ته د تلونکو غیرقانوني کډوالو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса