Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2018

زلمي خلیل زاد به نن اسلام اباد ته ورسېږي

0
د پاکستان د کورنیو رسنیو په حواله، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا دبهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازی، زلمي خلیل زاد به نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه ، اسلام اباد ته ورسېږي.


 


دا خبر د پاکستان یوه خبري سایټPakistan Today پرون خپور کړ خو د کومي ځانګړې سرچینې نوم یې نه د اخیستی .


د امریکا دبهرنیوچارو وزارت د اکټوبر په ۳مه ، په یوه بیان کې وویل چې زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ځي.


د خلیل زاد د لس ورځني سفر هدف په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو په اړه له ټولو خواو سره خبرې دي. 


زلمی خلیل زاد د روان میلادي کال دسپټمبر په ۵مه نېټه هم د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر پاکستان ته تللی و او د پاکستان ټوډې په حواله ، تېره اونۍ یې په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.


د پاکستان دبهرنیوچارو وزارت اسلام اباد ته د خلیل زاد د سفر په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса