Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2018

د لوی کندهار ځوانان: جنرال رازق ته دې رسماً د ملي اتل لقب ورکړل شي

0
د لوی کندهار د ځوانانو شورا د افغانستان له ملي وحدت حکومته غوښتنه کړې چې د پولیسو ملي اکاډمي د جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم کړي او هغه ته رسماً د ملي اتل لقب ورکړي.


د لوی کندهار د ځوانانو شورا رئيس رفع پوپل پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه، له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې ولسي جرګې ته د وژل شوي کاندید، عبدالجبار قهرمان لپاره د ستر جنرالۍ د لقب غوښتنه لري او د هغه له کورنۍ سره باید حکومت مرسته وکړي.


رفع پوپل وویل: 


"دا یو معنوي کار دی چې د لوی کندهار ولسونه به خوشاله کړي او خلکو ته به هم الهام ورکړي چې د اتلانو قدر د هغوی تر مرګ وروسته هم کېږي."


د لوی کندهار د ځوانانو شورا مشر وویل چې د حکومت باید په کندهار کې د وروستۍ حملې په اړه معلومات او اسناد له خلکو سره شریک کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса