Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2018

ووټل: د جنرال رازق وژنه د افغان جګړې د امریکا ملاتړ نشي کمولای

0
په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووټل ویلي چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي وژل کېدل د افغانستان له جګړې د امریکا ملاتړ نه شي کمولای.


د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، جنرال ووټل پرون شنبه د اکتوبر۲۰مه ویلي چې په کندهار کې وروستۍ حمله له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه نه شي کمزورې کولای.


جنرال ووټل ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په کندهار کې د امنیتي وضعیت د کنټرول توان لري.


تر دې مخکې، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس په سنګاپور کې خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان یو ولسپاله وګړی له لاسه ورکړ خو امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر باور لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса