Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2018

په نايجريا کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي

0
د نايجريا په شمال کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي دي.


چارواکي وايي، دغه پېښې په تېرو څو ورځو کې په کادونا ايالت کې شوي دي.


د ايالت د پوليسو يوه چارواکي احمد عبدالرحمن نن وويل چې په کاسوان مګاني سيمه کې د اخ و ډب پر مهال ٢٢ کسان نيول شوي هم دي.


چارواکو په ښارګوټي کې د څو ساعتونو لپاره ګرځ-بنديز اعلان کړى دى.


محلي رسنۍ وايي دغه اخ و ډب تېره پنجشنبه په يوه مارکېټ کې د دوو مخالفو مذهبي ډلو ترمنځ پيل شو.


ولسمشر محمد بخاري وويل، هېڅ کلتور او مذهب د ژوند د تقدس بې احترامي نه کوي.


هغه وويل چې د هرې ټولنې د پرمختګ او ښېګڼې لپاره ګډ سوله ييز ژوند مهم دى.


پخوا هم په کادونا ايالت کې د ځايي مسلمانانو او عيسويانو ترمنځ اخ و ډب پېښ شوى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса