Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2018

د اریانا افغان شرکت د پيلوټ له تېروتنې د نوي ډيلي هوايي ډګر محاصره و

0
د اریانا افغان هوايي شرکت د پيلوټ د تېروتنې له امله د نوي ډيلي نړیوال هوايي ډګر پرون د ترورېزم ضد ځانګړو ځواکونو او د هند امنیتي قواوو محاصره کړی و.


هندي رسنیو پرون شنبه د نومبر په ۱۰مه وویل چې د اریانا الوتکه کندهار ته روانه وه او پيلوټ په تېروتنه کې د اختطاف د خطر زنګ وواهه او امنیتي ځواکونه یې وارخطا کړل.


هندي رسنۍ وايي، د خطر زنګ له اروېدو سره هندي امنیتي ځواکونه د نوي ډیلي پر هوايي ډګر را توی شول او تر دوو ساعتونو څېړنو وروسته معلومه شوه چې پيلوټ تېروتنه کړې وه.


په الوتکه کې د راپورونو پر اساس، ۱۳۳ تنه سپاره وو او تر تقریباً دوه ساعته ځند وروسته یې کندهار ته د پرواز اجازه ورکړه.


د ۱۹۹۹ میلادي کال د ډيسمبر په ۲۴مه وسله والو کسانو د هند یوه الوتکه چې له نيپاله د نوي ډیلي پر لور په پرواز کې وه، وتښتوله او په کندهار کې کوزه شوه.


د حرکت المجاهدین په نوم وسله والې ډلې هغه مهال د الوتکې د تښتولو مسؤلیت واخیست او د هند حکومت مجبور شو چې درې وسله وال د الوتکې په بدل کې له بنده خوشې کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса