Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2018

ترکیې د خاشقجي د وژنې په تړاو ځينو هېوادونو ته فیتې سپارلي

0
ترکیه وايي، د سعودي عربستان د نامتو ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل په اړه ثبت شوې فیتې يې امریکا او یو شمېر نورو غربي دولتونو ته سپارلې دي.


د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردغان پرون شنبه په انقره کې خبریالانو ته وویل:


"موږ هغه فیتې امریکا، سعودي عربستان، بریتانیې، فرانسې او جرمني، ټولو ته ورکړې، هغوی په فیته کې ثبت شوې خبرې واورېدې، هغوی پوهېږي، یقین لرم چې قاتل یا قاتلان په دې ۱۵کسانو کې دي."


د ترکيې پولیس وايي، د خاشقجي د قتل لپاره ۱۵ تنه، له سعودي عربستانه په دوو خصوصي الوتکو کې استانبول ته ورغلي و.


ژورنالېست جمال خاشقجي د واشنګټن پوسټ لپاره کالمونه لیکل، هغه د اکټوبر په ۲مه په استانبول کې د سعودي عربستان سفارت ته په اسنادو پسې تللی و.


سعودي چارواکو وروسته ومنله چې خاشجقي په قونسلګرۍ کې په اخ او ډب کې وژل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Янник Синнер

Первая ракета Синнер сыграет со Зверевым в финале Australian Open






Депутат ГД ответил на слова Трампа о желании сокращать ядерные арсеналы

Успех теннисистки из Волгодонска Маргариты Велигодской на межрегиональном турнире

Исход и приход евреев

Красота православных храмов (#538)