Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2018

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له زلمي خلیلزاد سره وکتل

0
د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون شپه په ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.


د جمهوري ریاست اعلامیه وايي، ښاغلي خلیلزاد ولسمشر غني ته د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې برخه کې به دی بیا یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړي.


د ارګ اعلامیه وايي، ولسمشر غني د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه وکړه.


زلمی خلیلزاد د سولې د هڅو په برخه کې په داسې وخت کې دوهم ځل کابل ته راغلی دی چې د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسيې په منځګړتوب د سولې د عالي شورا او طالب استازو په ګډ‌ون یوه غونډه جوړه شوې وه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса