Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2018

د امریکا د کانګرس ځینو غړو پر ټرمپ انتقاد کړی

0
د امریکا د کانګرس ځینو غړو پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌دې کبله انتقاد کړی چې د سعودي عربستان په اړه د نړیوالو اعتراضونو سره-سره یې دغه هېواد د امریکا کلک شریک بللی دی.


پر سعودي عربستان په‌دې وروستیو کې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په تړاو نړیوال اعتراضونه ډېر شوي دي.


څو ساعته وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له ریاض سره د خپلو اړیکو دفاع وکړه او ویې ویل چې سعودي عربستان به په امریکا کې تر پخوا ډېره پانګونه وکړي، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي باب کورکر او د همدې کمېټې ډموکرات غړي باب مینن دیس غبرګون وښود.


له‌دوی سره د امریکا د کانګرس یو شمېر نور غړي هم پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انتقادونو کې همغږي شول.


د سعودي پر چارواکو وروسته له هغې نړیوال انتقادونه زیات شول چې سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي د قونسلګرۍ دننه ووژل شو. 


خاشقجي چې د واشنګټن پوسټ سره یې همکاري کوله په امریکا کې اوسېده.


سعودي چارواکو استخباراتي اجنټان د دې وژنې مسوول بللی او دا ادعا یې رد کړې چې ګوندې ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د دې عملیاتو څخه خبر و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса