«IMF» د اوکراين لپاره د تازه پور ورکولو پلان تصويب کړ
دا د اوکراين د ولسمشر پټرو پروشنکو لپاره د راتلونکي ميلادي کال د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې يوه کوچنۍ بريا ګڼل کېږي.
د پيسو نړيوال صندوق دغه پرېکړه پرون سې شنبه اعلان کړله چې تمه کېږي د دغو پيسو لومړى قسط به چې يو اعشاريه ٤ میليارد ډالره کېږي، د ډسمبر تر ٢٥ پورې دغه هېواد ته ورکړل شي.
د دې ادارې مديره پلاوی وايي، د پاتې دوو نورو قسطونو د ورکړې په اړه به په راروانو مې او نوومبر مياشتو کې پرېکړه وشي.
د پيسو نړيوال صندوق د ٢٠١٧میلادي کال په اپرېل مياشت کې اوکراين ته خپله مالي مرسته د پراخو اقتصادي اصلاحاتو د عملي کولو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د کمزورو هڅو له کبله وځنډوله.