Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2018

دفاع وزارت: د ۵ ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په یو لړ عملیاتو کې وژل شوی دی.


د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، بلال ځدراڼ د کوماندو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې وژل شوی دی. د نوموړي په وینا دا عملیات د سې شنبې په شپه په پکتیکا کې شوي دي.


ښاغلي جاوېد زیاته کړه:


"بلال ځدراڼ، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې مسؤل و. نوموړي په خوست، پکتیا، غزني، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ناامنیو کې لاس درلود او په یو لړ عملیاتو کې ووژل شو."


ښاغلي جاوید همدارنګه وویل چې د کندهار د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا اکرام الدین هم په‌دې ولسوالۍ کې ملي اردو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د ۳۵ نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی. دا عملیات هم وړمه شپه شوي.


طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د ویاند د دې څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.


دفاع وزارت وايي، په وروستیو کې یې په افغانستان کې د طالب قوماندانانو پر ضد ځانګړي عملیات زیات کړي، څو دا ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса