Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2018

مالیې وزارت: د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه د قوس تر ۲۶ مې مصرف شوې

0
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان کال د انکشافي بودجې په سلو کې ۹۱ برخه د قوس تر ۲۶ نېټې پورې مصرف شوې ده.


ارګ په یوې خبرپاڼې کې وايي، د مالیې وزارت چارواکو دا خبره په هغه راپور کې کړې چې د سې شنبې په ورځ یې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې ته وړاندې کړ.


د مالیې وزارت په‌دې راپور کې ویل شوي: 


"د روان کال د قوس تر ۲۶ مې نېټې پورې د ۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه تر ۱۲۴ میلیارده افغانیو زیاتې مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف ښيې او د تېرکال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی په کې څرګندېږي."


د ارګ څخه خپرې شوې خبرپاڼې د مالیې وزارت د مالي مرستیال له قوله ویلي،  ۱۹ دولتي بنسټونو خپله انکشافي بودجه تر ۹۰ سلنې زیاته مصرف کړې.


د مالیې وزارت په وینا د مصرف شوې انکشافي بودجې سطحې ته په پام فواید عامې او کلیو پراختیا وزارتونه، د افغانستان برښنا شرکت، عامې روغتیا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه د انکشافي بودجې د مصرف له نظره په لوړه سطحه کې قرار لري.


د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د ګڼو ادارو له‌خوا د کلنۍ انکشافي بودجې کم مصرفول د افغان حکومت یوه ستونزه او مالي ننګونه وه.


د افغانستان د مالیې وزارت همدارنګه وايي، په روان کال کې د قوس تر ۲۶مې نېټې په هغو عوایدو هم کې د تېرکال په مقایسه په سلو کې اته زیاتوالی راغلی چې د دولت خزانې ته یې اضافه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса