د کورنیو چارو وزارت: په کونړ کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، یو شمېر وسلهوالو د سې شنبې په ورځ د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو ډلهییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
د کورنیو چارو وزرات وايي، د پولیسو په ځوابي برید کې ۱۱ تنه وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، د هرات د ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو تر منځ لویه لاره کې یې د یو ايښودل شوي ماین په شنډولو د یو تروریستي پېښې مخه نیولې ده.
