Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2018

د امریکا یو فډرالي قاضي د مایکل فلین په اړه حکم ځنډولی دی

0
د امریکا یو فډرالي قاضي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلاین په اړه حکم ځنډولی دی.


د نوموړي مدافع وکیلانو د سې شنبې په ورځ د اوسني پروسې د دوام غوښتنه وکړه څو د رابرټ مولر له څېړنو سره لا ډېره همکاري وشي.


فلین اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې یې د امریکا د فډرالي تحقیقاتو د ادارې مامورینو ته د روسیې د سفیر سره د لیدنې په اړه درواغ ویلي. 


د سپینې ماڼۍ له دې غونډې درې اوونۍ وروسته چې کله په امریکا کې د روسیې د سفیر سره د مایکل فلین د لیدنې د وخت او د خبرو اترو د محتوا په اړه نور جزئیات څرګند شول، نوموړي له دندې لېرې کړی شو.


د رابرټ مولر په مشرۍ هغه پلټونکي چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه څېړنې کوي، په‌دې قضیه کې د فلین همکاري ستایلې او د هغه لپاره یې د نه بندي کېدو غوښتنه کړې.


تر اوسه پورې د امریکا د ملي امنیت د دې پخواني سلاکار د بلې محاکمې نېټه نه‌ده ټاکل شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса