Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2018

ټرمپ د فضايي قوماندانۍ د رامنځ ته کولو امر کړی

0
د امریکا ولسمشر په فضا کې د دې هېواد د نظامي عملیاتو د څارنې لپاره د فضايي قوماندانۍ د رامنځ ته کولو امر کړی.


ډنالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د یو سند په لاسلیکولو د امریکا د دفاع وزارت ته دنده ورکړه، څو د فضايي عملیاتو د څارنې او تنظیم لپاره یو نوی مرکز رامنځ ته کړي چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په وسیله په چټکه توګه د کارولو وړ وګرځي او په فضا کې د سټلایټونو او مصنوعي سپوږمکیو په شمول د امریکا د ګټو مؤثره دفاع وکړی شي.


دا مرکز د ولسمشر ټرمپ له هغه هدفه چې غواړي یو ځانګړی فضايي ځواک رامنځته کړي جلا ګڼل کېږي، خو ښايي دواړه پروژې په یو لوري حرکت وکړي.


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د سې شنبې په ورځ په فلوریډا کې د کنیډي په فضايي مرکز کې وویل:


"نن په فضا کې د امریکا د ملي امنیت یو نوی پړاو پیل شو."


د پنس په وینا د دې پروژې تمویل به د امریکا د ۲۰۲۰ مالي کال په بودجه کې شامل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса