الکوزی: ۲۰ زره ټنه خوراکي مواد د حیرتان په بندر کې بند پاتې دي
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت امر کړی، څو افغانستان ته ټول راوړونکي خوراکي مواد باید په کابل کې ټېسټ شي چې دغه کار سوداګرو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ښاغلی الکوزی وايي چې وړاندې به خوراکي مواد په بندرونو او یا هم ګمرکونو کې ټېسټ کېدل، خو اوس سوداګر اړ دي چې دا کار په کابل کې ترسره کړي.
نوموړی له حکومته غواړي دا چې دا کار زیات وخت نیسي، نو باید ډېر ژر دغه ستونزه پای ته ورسوي.