Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2018

افغان حکومت وايي طالبان دې د دوی د نظر اورېدو ته تیار شي

0
د افغانستان حکومت وايي، طالبان دې حد اقل د دوی د نظر اورېدو ته تیار شي. 


د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، امید میثم نن چهارشنبه د ډسمبر ۱۹مه، ازادي راډیو ته وویل، لا هم امید لري چې طالبان به له حکومت سره مخامخ خبرې ومني. 


په ابوظبي کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې نن هم په ابوظبي کې روانې دي.


د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي یې په سر کې دی، پرون ابوظبي ته ولاړ.


هغوی هڅه کوي چې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په مرسته، د حکومت د استازو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو توافق وشي او طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر شي. 


خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې استازي به‌یې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره ونه‌ګوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса