Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2018

رابرټ پلادینو: په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت مشروط دی

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت مشروط دی او د دوی د ستراتيژي اساسي برخه جوړوي. 


د دې وزارت مرستیال ویاند، رابرټ پلادینو نن په واشنګټن کې په خبري غونډه کې په دې اړه چې په ابوظبۍ کې له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوي، د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.


رابرټ پلادینو وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د افغانستان له خلکو او حکومت سره په نېږدې همکارۍ کې هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره خلاصه شي.


رابرټ پلادینو نن چهارشنبه د ډسمبر ۱۹مه وویل:


"په ابوظبۍ کې کتنه د امریکا د هڅو یوه برخه ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې پېل شي. موږ تل ویلي چې جګړه په افغانستان کې هغه وخت پای ته رسېدلای شي چې افغانان له متقابل احترام سره خبرې وکړي، کېني او د خپلې راتلونکي لپاره سیاسي نقشه جوړه کړي."


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته روان دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса