خلیلزاد ویلي چې نن شپه به په کابل کې له مشرانو سره وګوري
خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې په پاکستان کې یې له مشرانو سره وکتل او په ابوظبۍ کې د خبرو جزئیات یې ورسره شریک کړل.
د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي چې زلمي خلیلزاد نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي او د افغانستان د سولې لپاره د همکارۍ له امله یې مننه کړې ده.
د جرمني خبري اژانس په حواله، په ابوظبۍ کې د طالبانو استازو له خلیلزاد سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.
په ابوظبۍ کې د وروستیو دوو ورځو د بحث یوه بله مسئله د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په مکرر ډول د افغانستان د حکومت له استازو سره له خپله لوري د خبرو امکان رد کړی دی.
طالبانو ویلي چې په ابوظبۍ کې پر اوربند، د مؤقت حکومت پر جوړېدو یا د جمهوري ریاست پر انتخاباتو خبرې نهدي شوي.
د جرمني خبري اژانس د افغانستان په حکومت کې د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي چې د طالبانو استازو قطعاً، د افغانستان د حکومت له پلاوي سره نهدي کتلي.
