Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2019

کندهار کې د مخالفینو اړوند ۳ شبکې ونیول شول

0
د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسله‌والو مخالفینو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه په‌کې شامل دي، ونیول. 


د کندهار د والي له دفتره په یوې اعلامیې کې راغلي دغه کسان چې په تروریستي او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل دي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې نیول شوي دي. 


اعلامیه زیاتوي دغو کسانو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې پر دولتي قرارګاوو، امنیتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه کړي او هم یې په بېلابېلو سیمو کې د سړک غاړې ته ماینونه ښخ کړي وو چې ډېری ملکي وګړو ته هم په‌کې زیانونه رسیدلي وو.


د اعلامیې له مخې یادو وسله‌والو په‌دې وروستیو کې پلان درلود چې په کندهار ولایت کې دولتي مامورین، دیني عالمان او قومي مشران په نښه کړي. 


د کندهار د والي د دفتره دا بیان زیاتوي چې دا ډلې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د خلکو په همکارۍ او د ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول. 

 

 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса