امريکا په اصلي بودجه کې د ٢٨٥ ميليونو ډالرو د کمېدو ستاينه وکړه
د امريکا متحده ايالاتو د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ مالي کلونو لپاره د ملګرو ملتونو په اصلي بودجه کې د ٢٨٥ ميليونه ډالرو د کمېدو ستاينه وکړه. دا يې پر يوه سم لوري يو غټ ګام وباله. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون د راتلونکو دوو کلونو لپاره د پنځو میلياردو او ٣٩٦ میليونه ډالرو په ارزښت بودجه منظور کړه چې د ٢٠١٦ او ٢٠١٧ میلادي کلونو د بودجې په نسبت ٢٨٥ میليونه ډالره کموالى پهکې راوستل شوى دى. خو اوسنۍ عمده بودجه هم د هغې اندازې په نسبت تر يوه حده کمه ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترشيې پېشنهاد کړى و. Читать дальше...
