تمه ده چین یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي
چین په پام کې لري روانه اوونۍ یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي. دا به له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې په نړۍ کې د یوه هېواد په توګه د چین لومړنۍ هڅه وي چې غواړي دغه بیړۍ یې د سپوږمۍ د سیارې د خاورو او ډبرو نمونې د بیا ازموینې لپاره بېرته له ځان سره راوړي. د رویټرز د راپور له مخې د چانګې پنځه په نوم دغه بیړۍ به له سپوږمۍ هغه مواد له ځان سره راوړي چې له ساینس پوهانو سره به د دغې سیارې د جوړښت د څرنګوالي په اړه په لا پوهاوي کې مرسته وکړي. تر دې مخکې د امریکا د اپولو بیړۍ لومړنی انسان سپوږمې ته په... Читать дальше...