امریکا: افغانستان کې له پوځي حضور پرته کولی شو د تروریستي ګواښونو مخه ونیسو
د امریکا متحده ایالات وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري. امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري. هغې زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې ګواښ که له افغانستانه سرچینه واخلي،... Читать дальше...